جمعه, ۲۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د متحده ایالاتو او چین تر منځ د سوداګرۍ خبرې، د مسلمانو ښځو له حقونو سره مرسته نه کوي!
بسم الله الرحمن الرحيم
د متحده ایالاتو او چین تر منځ د سوداګرۍ خبرې، د مسلمانو ښځو له حقونو سره مرسته نه کوي!

(ژباړه)

خبر:

CNBC شبکې د۲۰۲۰م، د سپټمبر په ۱۴مه د کوریا د پانګونې اتحادیې د رییس چیو هینام له خوا برابره شوې ارزوونه په لاندې ډول خپره کړه:

پانګه اچوونکي باید د مارکېټونو په اړه ډېر خواشیني نه وي؛ ان که د متحده ایالاتو او چین تر منځ کړکېچونه زیات هم شي. ځکه دا جنجالونه د جوړښتي ستونزو پر اساس دي، نه د سیاسي ګټو پر اساس. دا ستونزه به د نړیوال اقتصادي ګواښ په توګه دوام وکړي، خو پایلې به يې دومره ویجاړوونکې نه وي.

تبصره:

د ۲۰۲۰م، په جون کې د نیویارک فدرالي چارواکو، په 13 ټنه انساني ویښتانو بار کښتۍ ونیوله؛ داسې انګېرل کېږي، چې دا د ایغور د هغو مسلمانو مېرمنو ويښتان دي، چې د چین په ملکي زندانونو کې بنديانې دي. د ۲۰۲۰م، د می په لومړیو کې، د متحده ایالاتو د ګمرکونو او سرحدونو محافظت ادارې؛ وروسته له هغه د هیتین‌ هاولي په محصولاتو بندیزونه ولګاوه، چې محصولات يې د ایغور د مسلمانانو کارګرانو وبلل شول.

هغه څه چې خورا زړه بوږنوونکي او د بشري حقونو د فعالینو یو ثبوت دی، چې ویښتان ممکن د زرګونو شهیدو شویو مسلمانو مېرمنو څخه راټول شوي وي او د بدن د غړو د ساتنې په خاطر، د څارویو په څېر ساتل کېږي.

غوره اقتصادي تحلیلوونکي په دې حقیقت پوهېدلي، چې سیاسي لوبې د بشري حقونو له سختو سرغړونو سره جريان لري او څرګندوي، چې په حقیقت کې دا معمول تجارت، په ډېرو جنایي ادارو پورې اړه لري. د پانګوالي نظام تر تسلط لاندې موږ هېڅکله اقتصادي ګټې له بشري حقونو څخه غوره نه بولو. له توقیف ځایونو څخه لرې د یوې خوندي او ارامه سیمې واقعیت، چې له فضا څخه لیدل کېدای شي، یو څرګند پیغام لېږدوي، چې چینايي مسلمانانو د خپل حکومت له کرکې او ناوړه چلند څخه د خلاصون لپاره خپله هیله له لاسه ورکړې ده.

مسلمانان رهبران دې ته پام نه کوي او په بدل کې یې د غربي وسلو له شرکتونو څخه د وسلو پېرودل زیات کړي او په دې توګه د مسلمانانو، د قاتلینو د اقتصاد ملاتړ کوي. سربېره پر دې د دوی د سرتېرو اکمالات په خوښۍ سره ترسره کوي. په داسې حال کې دوی په دې ښه پوهېږي، چې دا سرتېري په یمن، سوریه او د کوم بل مسلمان په مقابل کې، د اړتیا په وخت کې کارول کېږي. په حقیقت کې موږ نه شو کولی، چې له دې غدارانو سره پاتې شو او د خپلو خوږو وروڼو او خويندو د ځورونې پر وړاندې چوپ پاتې شو. موږ د لوی شیطان په سیوري کې ژوند نه شو کولی؛ هغه څوک چې له یوې خوا خلکو ته د آزادي شعار ورکوي او له بلې خوا په چین او فلسطین کې آزاد زندانونه پرانيزي.

موږ پر ټولو مسلمانانو غږ کوو، چې د اسلامي خلافت د تاسیس لپاره کار وکړي؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی امر کړی. موږ باید د قران او سنتو پر اساس رهبري ولرو، چې زموږ مسلمه امت له مصیبت څخه خلاص کړي. موږ دا کار له وېرې او ځنډ پرته ترسره کوو؛ ځکه چې په دې وخت کې موږ سخته اړتیا لرو او موږ په دې نړۍ کې ځان د نړۍ له ټولو باطلو لارو څخه ساتو.

﴿كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِالله﴾

[آل عِمرَان : 110]

ژباړه: تاسو د انسانانو د ګټو لپاره رامنځته شوی، غوره ملت يئ، ځکه چې تاسو په نيکۍ امر کوئ او له بدو کارونو منع کوئ او تاسو په خدای باور کوئ.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: عمرانه محمد د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر غړی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې